درون وزن اوچتونکي ۱۵چینوک چورلکې هندوستان ته راورسیدی

د هند هوائې ځواک لخوا ورکړۍ شوي امر په سمون درون وزن اوچتونکې چینوک چورلکو کې لومړۍ پنځه چورلکې پرون هندوستان ته راورسیدی. سی ایچ- ۴۷ ایف(۱) د ګجرات په موندرا بندر ترلاسه کړۍ شوی او وروسته به د چندیګړ کورنۍ اډې ته انتقال کړۍ شي. د چینوک جوړونکې کمپنۍ، بوینګ د چورلکو د راتلو اعلان وکړ چې د هند هوائې ځواک استعداد زیاتولو لپاره ډيری مهمې دی. دا چورلکې شاوخوا ۱۰ ټنه وزن وړۍ شي او د ټاکل شوي جدول څخه وړاندی هندوستان ته راورسیدی. هند ۱۵ درون وزن اوچتونکې چینوک چورلکې او ۲۲ ای ایچ- ۶۴ اي اپاچي برید کونکي چورلکې اخیستلو لپاره د ۲۰۱۵میلادی کال سپټمبر میاشت کې امریکا سره د ۳ملیارده امریکائې ډالرو دا تړون لاسلیک کړۍ و.