لومړی وزیر مودي به نن په ګریټرنویډا کې د تیلو او ګازو ۱۳م کنفرانس پرانسته وکړي

لومړی وزیر نریندر مودي به نن په ګریټر نویډا کې د تیلو او ګازو دیارلسم کنفرانس (پټروټیچ ۲۰۱۹) پرانسته وکړي دغه دوه کلنه غونډه پرون په انډیا ایکسپو مارټ کې د درې ورځو لپاره پرانستل شوه. چې له شریکو هېوادونو څخه شاو خوا ۹۵ تنه د انرژۍ وزیران پکې ګډون کوي. په دغه غونډه کې به د هېواد د تیلو په سکټور کې ترسره شوې وروستنۍ اوضاع او د پانګوالو دوستانه پرمختګ نندارې ته وړاندې کړی شي. تمه کیږي چې په دې غونډې کې به ۸۶ برجسته ګډونوال خبرې او له ۷۰ هېوادونو څخه شاوخوا اووه زره کسان ګډون وکړي چې په هغو کې به ټکنالوجسټان، سایسنپوهان، پلان جوړوونکي، پالسیۍ جوړوونکي، اداري کارپوهان، کارآفرینان، د چوپړتیاوو وړاندې کوونکي او پلورنونکي هم شامل وي. دغه نندارتون کې به د ۱۳هېوادونو غرفې او د شاوخوا ۴۰ هېوادونو څخه ۷۵۰ نندارچیان هم ولیدل شي. دغه غونډه به د میک این انډیا تجدیدونکۍ متن سره اړوند برخې نظر لاندی ونیسي. ګڼ شمیر نوې فعاله شوې کمپنیانې به هم د پټروټیچ په دغه غونډه کې خپل ټکنالوجیکي او پرمختیایي توکي نندارې ته وړاندې کړي. د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي ویلو ترڅنګ د تیلو او طبیعي ګازو وزیر درمیندر پردهان وویل چې هند د خامو تیلو او پټرولیمو د تولیداتو دریم تر ټولو لوی مصرفوونکی هېواد دی او حکومت ټولو ته د بریښنا رسولو په چارو کې ګڼ شمیر اقدامات ترسره کړي. هغه وویل چې ددې کنفرانس موضوع ټولو ته د یوې پایدارې او با امنه انرژۍ رسول دي. چې د غونډې ګډونوال به ددغه کار د سرته رسولو لپاره خپلې هڅې وکړي.