ټوله نړۍ د اقلیمي بدلونونو او نړیوال تودوالې له ګواښ سره مخ ده

د چاپیریال ساتنې مملکتي وزیر هرش وردن ویلي چې ټوله نړۍ د اقلیمي بدلونونو او نړیوال تودوالی له ګواښ سره مخ ده او په خلکو یې غږ کړی چې د چاپیریال ساتنې لپاره پر ګریډ ګوډ ډیډز یعنی ښه چاپیریال لپاره ښه کارونو ته هرکلۍ، د ښو اقداماتو پر ترسره کولو لاس په کار شئ ترڅو چاپیریال څخه مخافظت وشي. د ګریډ ګوډ ډیډز کمپاین تیرکال د چاپیریال ساتنې وزارت لخوا په لاره واچول شو ترڅو چاپیریال وژغورل شي او روغتیایي ژوند پیاوړی کړی شي چې د چاپیریال ساتنې په موخه پکې د ۵۰۰ غوره اقداماتو د پلي کولو یادونه شوې وه. هغه پرون په نوي ډیلي کې د ساینس، روحانیت، زده کړو او چاپیریال په اړه نړیوالې ناستې ته خبرې کولې. ډاکټر هرش وردن زیاته کړه چې واړه اخلاقي بدلونونه او فطرتي دوستانه کړنې کولی شي چې د چاپیریال ژغورنې لپاره خورا ګټورې ثابتې شي.