سوریایي ځواکونه وتوانیدل چې ۴۱ سیمې د داعش ډلې څخه بیرته ونیسي

سوریایي پوځونه د امریکا متحده ایالاتو د پوځونو په ملاتړ وتوانیدل چې ۴۱ سیمې د داعش ډلې څخه بیرته ونیسي او په شرقي سوریه کې یې د دوی په وروستني مورچل کې شته وسایل هم ټول تباه کړي دي. د کُردانو ترمشرۍ لاندې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو د شنبې په شپه د داعش له ترهګرو څخه د وروستنۍ مورچې د خالي کولو په موخه دغه عملیات پیل کړي وو چې بیا د شنبې په ورځ یې دغه بریا خپله کړه. د باغوز له دننه نه د درندو ډزو غږونه آوریدل کیږي چې شاوخوا شل زره ملکیان له هغې سیمې بیځایه شوي هم دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندوینه کړې چې د دې اونۍ تر پایه به د داعش اسلام پاله ترهګریزه ډله به په عراق او سوریه کې تر خپلې ولکې لاندې ټولې سیمې له لاسه ورکړي. له دې سره به د څلورو کلونو راپدیخوا په عراق او سوریه کې د داعش ترهګرو لخوا د نیول شویو سیمو ولکه او په هغه هېوادونو کې روان نړیوال جنګ پای ته ورسیږي.