هند به د فوټبال د سرو زرو جام نړیوال ټورنمنټ په لړې کې هڅه وکړي چې ځان پایلوبې ته ورسوي

د ښځو په فوټبال کې هندوستان به د سرو زرو جام نړیوال ټورنمنټ په لړې کې نن په بونیشور کې له نیپال سره د خپلې دویمې دورې په رابن لوبه کې هڅه وکړي چې ځان پایلوبې ته ورسوي. هند هغه مهال خپله دوره د ۱-۰ په توپير سره ایران ته د ماتې پر ورکولو سره پیل کړه کله چې انجو تمنګ په ۴۸مه دقیقه کې د ګول خوله پرانستله. دا ګټه د هند لپاره پنځمه پرله پسې ګټه وه چې هندوستان ددې ټورنمنټ له پیل څخه تر اوسه له انډونیزیا او هانګ کانګ نه د لوبو په ګټلو سره دا لړۍ راروانه کړې. نیپال خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ میانمار ته د ۳-۰ په توپیر سره بایللې وه.