د چین بې ځایه نیوکې

لیکنه: د سریکانت کنډاپالي

ژباړه: د پښتو څانګه

چین آروناچل پردیش ته د لومړي وزیر نریندر مودي هغه سفر غندلی دی کوم چې یې د هغه ایالت شمال شرقي سیمې سي لا ته د یو تونل پروژې د پرانستې په موخه ترسره کړی وو چې تاونګ د هغه ایالت له نورو سیمو سره نښلوي. د چین لخوا دغه غبرګون نوی نه دی بلکې دوامداره حالت دی.

د یادونې وړ ده له کله نه چې آرونچل پردیش څو لسیزې پخوا د هند له دولت سره یوځای شوی د چین لخوا دغه غندنې تقریباً هر کال ترسره شوې دي. ښاغلي مودي آرونچل پردیش ته سفر کړی ترڅو هلته د اورګاډي مرکز پرانستنه وکړي او د بریښنایي پروژې بنسټ ډبره هم کیږدي. د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خپله ناخوښي ښودلې او ددغه سفر مخالفت یې کړی. په چین کې د هند سفیر هم پخپل وخت کې د اعتراض په موخه احضار کړی شوی دی. په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دلایلاما بیاهم د چین د نیوکو په تړاو ارونچل پردیش ته سفر کړی وو. په همدې ترتیب لومړي وزیر نریندر مودي په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یو وار بیا هلته سفر وکړو او له هغوۍ سره یې د انتقادونو په تړاو لیده کاته وکړه. بیا د ۲۰۱۸میلادي کال په نومبر میاشت کې د پنجاب د بهرنیو چارو وزیر مکرجی هم د اروناچل پردیش تاوانک ته سفر کړی وو او ویلي وو چې د یاد ایالت په استاذيتوب په ولسي جرګه کې دوو منتخبو استاذو ګډون کړی دی او په هغه ایالت کې یې د یو خپلواکه نظام په اړه خبرې کړي او ویلي وو چې د اروناچل پردیش د هیڅ کومې برخې څخه د برخه اخیستونکې کمپنۍ سره د یوځای کیدلو کوم دلیل نه لیدل کیږي، چین ددې خبرو په اړخ خواشیني څرګنده کړې وه.

د ۲۰۱۶میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر ریچارډ ورما د هغه ایالت د مشر وزیر پر بلنلیک هلته سفر کړی وو. یو څه پخوا په ۱۹۶۲میلادي کال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د میکموهن خط د هند او چین په منځ کې د رسمي پولې په توګه ټاکلی وو چې چین یې لا تر اوسه منلو ته چمتو ندی.

که څه هم چین د آروناچل پردیش په اړه هیڅ هم نشي کولی خو دا بیا د هغه ایالت څخه د لیدونکو یعنې ګرځندویانو لپاره یو بد ګمان رامځته کوي. د هغه ایالت چارواکو لپاره چې که هر څومره په لوړه کچه هم وي دوی د ویزې له ورکولو ډډه کړې. یو پخوانی مشر وزیر نشي کولی چې چین ته سفر وکړي، همدا راز ګڼ شمیر نور اداري کارکوونکي.

د آروناچل پردیش عامو خلکو لپاره که څه هم چین د اساسي ویزو ویش پیل کړی وو، خو د هند سفري مشاورینو بیا په چټکۍ سره په ۲۰۰۹میلادي کال کې هلته سفر وکړو او د هغه ایالت اوسیدونکو ته یې اخطار ورکړو چې که چیرې یې په پاسپورټونو باندې د چین حکومت لخوا لګیدلې ویزې ولیدل شوې نو له هېواده به ورته د بهر وتلو اجازه ورنکړل شي.

د چین لخوا د آروناچل پردیش اوسیدونکو ته د ویزو لګولو خورا بې باوري او نا هیلي رامنځته کړې. په ۲۰۱۱میلادي کال کې له همدې امله د کراټې لوبډله د نوي ډیلي په هوايي ډګر کې راګرځول شوې وه.

د نوي ډیلي لپاره دا څرګنده ده چې سره له دې چې د نریندرمودي او د چین ولسمشر شي جینپینګ ترمنځ په ۲۰۱۸ میلادي کال اپریل کې د ووهان ناسته ترسره شوې وه او د آروناچل پردیش د ویزو د ویش موضوع پرته له کوم دلیل نه حل کړی شوې وه. هند به د خپل حاکمیت د ساتلو لپاره هر څه وکړي. د چین اردو په اکسای چین کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه بله نا حل شوې سیمه ده، د چمتو کیدو په حال کې ده او دغه حالت روان دی. د چین رهبریت د چین او هند په پوله باید د سولې او آرامش په پار خپلو کړیو ژمنو ته درناوی وکړي.