د بیډمنټن لوړپوړې ملې اتلولی: پي وي سیندو ځان نیمو پایلوبو ته رسولی

په سینییر نیشنل بیډمنټن چیمپین شیب یا د بیډمنټن لوړپوړی ملی اتلولۍ کې چې په ګواټي کې ترسره کیږي، د اولمپیک د سپینو زرو مډال لرونکې پي وي سیندو ځان نیمه پایلوبو ته رسولی. دا په داسې حال کې ده چې د ناګپور ویشناوي بهالي او آشمیتا چالیها له آسام څخه ځانونه وروستني یا څلورم پړاو ته رسولی دی. سیندو په ډیرې آسانۍ سره ریا مکرجې ته د ۲۱-۱۶، ۲۱-۷ په توپير سره ماتې ورکړه او ځان یې نیمه پایلوبې ته ورسولو. آشمیتا اوس چمتو ده چې په نیمه پایلوبه کې د سیندو پر وړاندې ولوبیږي.