پی وی سیندو او ساینا نهوال به نن د ښځو په سینګلز لوبه کې یو بل ته مخامخ شي

پی وی سیندو او ساینا نهوال به نن په ګوهاټې کې د ملې بډمنټن لوړپوړې اتلولۍ په وخت د ښځو په سینګلز لوبه کې یو بل ته مخامخ شي. دواړه لوبغاړی ۲۰۱۷میلادی کال کې په ناګپور کې پایلوبې په وخت هم یو بل په وړاندی لوبیدلی و او په هغه لوبه کې ساینا نهوال پی وی سیندهو ته ماته ورکړی وه. ساینا نهوال تیرکال د کولډ کوسټ کامن ویلت لوبو په وخت د سروزرو د میډال ګټلو په سیالیو کې هم سیندهو ته ماته ورکړی وه. په داسی حال کې چې ساینا په تیر وختونو کې دری ځله ملې اعزاز ګټلۍ سیندهو دوه ځله ټرافې خپله کړی.