د بلغاریا په صوفا کې د هند سوک وهونکو ۵ مډالونه خپل کړي دي

په سوک وهنه کې د بلغاریا په صوفا کې د سټرانډجا میموریل ټورنمنټ د اویایم دور په بهیر کې هندي سوک وهونکو پنځه مډالونه خپل کړي دي. د ۴۹ کیلو ګرامه وزن په کټګورۍ کې د آسیایي لوبو د سروزرو مډال لرونکي امینت پنګل د اوکران نظر کروچین ته د ۳-۲ په توپیر سره ماتې ورکړه او ځان یې نیمه پایلوبې ته ورسولو او د برونزو مډال یې حتمي کړو. د ورځې په پيل کې د کامن ویلت لوبو د سروزرو مډال لرونکي ګاوروف سولانکي د ۵۲ کیلوګرامه وزن کې او نامن تنور د ۹۱ کیلوګرامه په وزن کې دواړو د کوارټر فاینل په برخو کې پرمختګ کړی وو. پرون د لوبو دریمه ورځ پای ته رسیدلو سره د پنګل د مډال ترڅنګ څلور ښځینه هندۍ سوک وهونکو هم مډالونه ترلاسه کړي وو. لوولینا بورګوهاین په ۶۹ کیلوګرامه وزن کې منجو راني په ۴۸، نیکهات زرین په ۵۱ او نیرج بیا په ۶۰ کیلوګرامه وزن کې له خپلو عالي بریاوو سره نیمه پایلوبو ته ورسیدلې. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د نړیوال اتلولۍ د سپينو زرو مډال لرونکې سونیا لیدر بیا د امریکې رامیرز یاریسیل پر وړاندې د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د ۴-۱ په توپیر سره په کوارټر فاینل کې ماتې وخوړله. هند په دې اروپایي لوبو کې تر ټولو ډیر مډالونه تیرکال ترلاسه کړي وو چې ټولټال یې ۱۱ مډالونه ترلاسه کړي وو چې دوه د سرو زرو مډالونه هم پکې شامل وو.