پرون د جمو ښار په ځینې ځایونو کې د ۳ساعتونو لپاره د تګ او راتګ بندیز لری کړې شو

پرون د جمو ښار په ځینې ځایونو کې د درې ساعتونو لپاره د تګ او راتګ بندیز لری کړې شو. دا بندیز د جمعې په ورځ په پولوامه ولسوالۍ کې د ترهګریز برید په اړه د پاکستان پرضد د احتجاجاتو او د تاوتریخوالي ډیری رامنځته شویو پیښو وروسته ولګول شول. چارواکو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې سوله او ثبات وساتي او ناوړو کسانو ته اجازه ورنکړي چې ستونځی رامنځته کړی.

د کورنیو چارو وزیر راجنات سینګ پرون وویل چې امنیتي ځواکونه په بریالي توب سره ترهګر له منځه وړی. ښاغلی سینګ په ډیلي کې د یو لړ مراسمو په څنډه کې د جمو او کشمیر په پولوامه کې د یوې نښتې په اړه تبصری کولو سره وویل چې د امنیتي ځواکونو مورال خورا لوړ دی.