کریس ګیل د یوه ورځنی نړیوالو لوبه څخه خپله وتنه اعلان کړه

د ویسټ انډیز توپ وهونکی کریس ګیل اعلان وکړ چی د راتلونکو نړیوال جام د یوه ورځنی سیالیو څخه وروسته به هغه له د سیالیو څخه تقاعد شی.

۳۹ کلن ګڅ لاسی په یوه ورځنی ۲۸۴ نړیوالو سیالیو کی ۹۷۲۷ منډی کړی دی او وروسته له لجندری برین لارا دوهم ځای لری. هغه ۶۷۷ نورو منډو ته اړتیا لری چی د ویسټ انډیز د ریکارډ لرونکی لوبغاړی لارا څخه مخکی شی. او دا هغه څه دی چی کیدی شی نوموړی یی تمه ولری چی په پینځم نړیوال کپ سیالیو کی یی لاسته راوړی.