هند او انګلنډ ترمنځ د کرکټ لومړۍ لوبه به نن د ممبۍ په وانکډی لوبغالی کې ترسره شي

هندوستان او انګلنډ ترمنځ د کرکټ د دری لوبو یوه ورځنۍ لړۍ لومړۍ لوبه به نن د ممبۍ په وانکډی لوبغالی کې ترسره شي. په نیوزیلانډ کې د یوه ورځنۍ بریالې لړۍ څخه پس میتالی راج ترمشرۍ لوبډله به د آي سی سی اتلولۍ لپاره خپله سویه د لوړولو هڅه وکړی. هندوستان دا وخت په دغه نوملړ کې څلوم مقام لری. د انګلنډ د اړخ مشری د هیتر ناټ په غاړه ده.