بریتانیا د اروپایی اتحادې څخه د انګلستان د وتلو پرضد رای ورکړه

د بریتانیه د پارلمان غړو رایه اچونه ترسره کړه تر څو هغه کیدون رد کړی چی بریتانیه پرته له هوکړه لیک د اروپایی اتحادیه څخه ووځی. دا رای اچونه به د بریکزیت وروستی نیټه چی د مارچ ۲۹ ده وځنډوی. د بریتانیه لومړی وزیری تیریسا می د مارچ ۲۹مه وروستی نیټه ټاکلی وه چی دولت به د معاملی د نشتون پروړاندی خپل ګام اوچت کړی کومه چی پرون د عوامو د خونی لخواه په اکثریت رایو سره منل شوی چی د پارلمان ۳۲۱غړو منلی او ۲۷۸نورو بیا رد کړی ده. د نن رای اچونی ته ټول سترګی په لاره دی چی ډیری تمه کیږی چی بریتانی ته لا زیات وخت ورکړل شي ترڅو له اروپایی اتحادیه څخه د وتلو لپاره د یادی اتحادیه سره د نویو خبرواترو لپاره وخت ولری