بوینګ: د ګردی نړۍ ۷۳۷مکس الوتکو الوتنه دی د لنډمهال لپاره وځنډول شي

د نړی ستر د الوتکو تولیدونکی بوینګ سپارښتنه کړی چې د ګردی نړۍ ۷۳۷ مکس الوتکو الوتنه دی د لنډمهال لپاره وځنډول شي. دا پریکړه وروسته له هغه کیږی چی ګڼشمیر هیوادونو لکه هند، چین، اروپایی اتحادیه او متحده ایالاتو وروسته له هغه د یادی الوتکی پر الوتنه بیندیزونه ولګول چی د ایتوپیایی هوایی کرښی څخه یوه الوتکه وغورځیده چی پکی سپاره ټول ۱۵۷کسان ووژل شول. د بوینګ مشر ډینس میلنبرګ په یوی بیانی کی وویل چی د دوی کمپنی د څیړونکو په مرسته هر هغه څه ترسره کوي چی د پیښی په لامل پوه شي او مرسته وکړی ترڅو ډاډمن شي چی بیا به داسی پیښه نه رامنځته کیږی. په تیرو شپږو میاشتو کی دا دوهمه پیښه وه چی د یکشنبه په ورځ د ایتوپیایی هوای کرښي مکس ۸ ماډل الوتکه وغورځیده. په تیر اوکتوبر کی مکس ۸ ډوله الوتکه په انډونیزیا کی وغورځیده او ۱۸۹ کسان پکی مړه شول. دواړی پیښي له الوتنی څخه د لنډ وخت په تیریدو سره رامنځته شوی. له همدی اوونی مخکی د ۳۷۱ مکس ۷۳۷ الوتکی عملا په الوتنو بوختې وی.