هند او امریکا د پاکستان لخوا د تروریستی ډلو او مشرانو په وړاندې د منلو وړ ګامونو د اوچتولو غوښتنه کړی

هندوستان او متحده ایالتو د پاکستان لخوا د تروریستی ډلو او مشرانو په وړاندې د منلو وړ او بدلون پرته ګامونو د اوچتولو غوښتنه کړی. د امریکا د ملی امنیت این ایس ای جون بولټن په یوی لیدنه کی د هند د بهرنیو چارو سکرټر ویجی ګوکلی ته وویل چی واشنګټن د تروریزم پروړاندی مبارزه کی د نوی ډیلی سره اوږه په اوږه ولاړ دی. په یو ټویټ کی ښاغلی بولټن ویلی چی هغه د هند او امریکا د ستراتیژیکی ملګرتیا د وده لپاره د ښاغلی ګوکلی سره لیدلی او د هند سمندری سیمی لپاره یی خپل لیدلوری ورسره شریک کړی او په بیا ځل سره یی ویلی چی د تروریزم پروړاندی مبارزه کی امریکا د هند سره اوږه په اوږه ولاړه ده. د پلوامه برید څخه وروسته چی پاکستان میشتی جیش محمد ډلی ترسره کړ بولټن او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د هند سره د امریکا د اړیکو د قوی ملاتړی په توګه راڅرګند شول.