د افغان ځواکونو په هوایی برید کی د القاعدی ډلی ۳۱ ترهګر وژل شوي

د افغانستان په جنوب لویدیځ ولایت غزنی کې د افغان ځواکونو لخواه په ترسره شوي هوای برید کی د القاعدی ډلی لږ تر لږه ۳۱ ترهګر وژل شوي. د افغانستان د دفاع وزارت پرون په یوی بیانیه کی ویلی چی ۹ ځانمرګی بریدګر او د هغوی مشر قاری عارف هم په وژل شویو ترهګرو کی شامل دي. یاد برید د ترهګرو په یو کمپ کې ترسره شوی چی د غزنی ولایت په ګیرو ولسوالی کی یی موقعیت درلود.