چین یو ځلی بیا جیش محمد ډله بندیز لاندی د نیولو هڅه ویټو کړه

هندوستان په پاکستان کی د میشتی جیش محمد د ډلی مشر مسعود اظهر د ملګرو ملتونو لخواه د نړیوال ترورست په توګه په هغه باندی د بندیزونو نه لګولو لپاره خپله مایوسی څرګنده کړه. لکه څرنګه چی چین په دی اړه تخکنیکی بحث راپورته کړ نو دا موضوع په خپل ځای پاتی شوه. د بهرنیو چارو وزارت په یوی خپری شوي خبرپانه کی ویلی چی د دی سره د نړیوالی ټولنی مخنیوی وشو ترڅو د جیش محمد د ډلی مشر چی یو فعاله ترورستی سازمان دی او په جمو او کشمیر کی یی د فبرورۍ میاشتی ۱۴می نیټی برید پړه هم منلی وه په وړاندی ګامونه اوچت کړی. هند ویلی چی د هغو هیوادونو د هڅو منندوی دی چی دا وړاندیز یی تر دی ځایه رارسولۍ او همداراز د امنیت د شورا له هغو ټولو غړو یی خوښی څرګنده کړه چی د دوی ملتیا یی کړی ده. نوی ډیلی ویلی چی دوی به خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړی ترڅو هغه ترورستان مشر محکمی ته راکش کړی چی د دوی په وګړو یی بریدونه کړی.