بی جی پی په نوی ډیلی کی د ټاکنو له کمسیون څخه لیدنه وکړه

د بی جی پی یو پلاوی چی د اتحادیه وزیر روی شنکر پرساد یی مشری کوله پرون په نوي ډیلی کی د ټاکنو له کمسیون څخه لیدنه وکړه. وروسته یی په لنډو خبرو کی رسنیو ته وزیر وویل چی د دوی ګوند له کمسیون څخه وغوښتل چی ټول لویدیځ بنګال د سخت حساس اعلان کړی. هغه وویل چی دوی له کمسیون څخه غوښتنه وکړه چی د لوک سبا په ټاکنو کی د مرکزی څارونکو څخه کسان په یاد ایالت کی وګماری. د لودیځ بنګال مشر وزیر مخکی د بی جی پی په د غوښتنه چی یاد ایالت د حساس اعلان شی کلکه نیوکه کړی وه. همداراز بی جی پی غوښته کړی وه چی د کلکټی پخوانی د پولیسو کومندان راجیو کمار دی د ټاکنو څخه مخکې له دندی ګوښه شي. ښاغلی پرساد زیاته کړه چی بی جی پی د ټاکنو له کمسیون څخه غوښتنه وکړه چی د کانګریس د مشر راهول ګاندی پروړاندی دی ګامونه واخلی څنکه چی هغه پرون په احمدآباد کی په لومړی وزیر غیر رسمی تورونه لګولی.