امریکا به په بیړی سره بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکی په ځمکه کینوی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړۍ چی امریکا به په بیړی سره بوینګ ۷۳۷ مکس الوتکی په ځمکه کینوی. دا په داسی حال کی ده چی یاد ماډل د ایتوپیا یوه الوتکه څو ورځی وړاندی وغورځیده. د فدرال د هوایی چلند اداری یا ایف ای ای په داسی حال کی یوه ناسته ترسره کړی چی ګڼو هیوادونو د یادو الوتکو الوتنی وځنډولی. خو د فدرال د هوای چلند اداری وویل چی د هغه سیمی څخه چی الوتکه پکی غورځیدلی د معلومات له راټولو وروسته دوی نن د دی الوتکو الوتنی ځنډولی. د فدرال د هوای چلند اداری زیاته کړی چی د سټلایت په مرسته د ایتوپيا د غورځیدلی الوتکی څخه د شواهدو په راټولو سره دوی پریکړه وکړه چی د یاد ماډل الوتکو الوتنی وځنډوی. دوی وویل چی ترهغه به الوتنی وځنډیږی چی د غورځیدلی الوتکی څخه یی پوره معلومات او غګیز پیغامونه نوی راټول کړی.