اسټرالیا هند ته په ۳۵ منډو ماتی ورکړه

د چهارشنبه په ورځ د یوی ورځنی نړیوالو لوبو د لړی په وروستی لوبه کی اسټرالیا هند ته د ۳۵ منډو په توپیر سره ماتی ورکړه او د پینځو لوبو څخه آسټرالیا دری لوبی وګټلی. یاده لوبه د ډیلی په فیروزشاه کوټله لوبغالی کی ترسره شوه

لومړی آسټرالیایی لوبډلی توپ وهنه ترسره کړه او ۲۷۳ منډی یی هدف وټاکلو خو کوربه لوبډلی په ۵۰ اورونو کی ۲۳۷منډی جوړی کړی. د هند مرستیال کپټان روهت شرما په یو ورځنی نړیوالو لوبو کی ۸۰۰۰منډی پوره کړی او په تیره لوبه کی یی ۵۶ منډی ترسره کړی.

وروسته له هغه چی آسټرالیا پچه وګټله نو د توپ وهنی پریکړه یی وکړه په ۵۰ اورونو کی د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یی ۲۷۲منډی جوړی کړی عثمان خواجه تر ټولو زیاتی (۱۰۰) منډی وکړی.