چین یو ځلی بیا په مسعود اظهر بندیز د لګولو مخه ونیوله

لیکنه: د اشوک هانډو

ژباړه: د پښتو څانګه

چین پرله پسی څلورم ځل په پاکستان کې اوسیدونکی د جیش محمد نومی ترهګر سازمان مشر مسعود اظهر د ملګرو ملتونو لخواه نړیوال ترهګر د اعلانولو مخه ونیوله. د چیش محمد سازمان د هندوستان په جمو او کشمیر کې د پلوامه ترهګریز برید لپاره مسوله دی د کوم په پایله د هندوستان څه لپاسه ۴۰ سرتیری شهیدان شوي او د کوم سره چې هندوستان او پاکستان ترمنځ اړیکی ټيټي کچی ته ورسیدی. اظهر بندیز لاندی نیولو لپاره دا هڅه امریکی، بریتانی او فرانسی کړی وه. نوی ډيلی د چین په دغه ګام مایوسی څرګنده کړه.

په اصل کې چین د پاکستان کلک ملګرۍ او ګټه غوښتونکۍ دی. شنونکی وایی چې پیجینګ په دی وجه تشویش کی دی چې که چیری نړیوالی ټولنی په اظهر بندیز ولګوو نو دا د چین او پاکستان په اقتصادی دهلیز یا د سیپیک پروژه سختو کړاونو ته مخامخ کیداۍ شي او ممکنه ده چې جیش محمد د چین د مسلمانانو د اکثریت نارامه سیمه شنجیانګ کې ترهګری وپاروی. اسلام آباد د جیش محمد په اړه دوه مخه پالیسی خپلولو کې بوخت دی. ملکې حکومت او پوځ ترمنځ مخالفت څرګند شو کله چې هندوستان لخواه په پاکستان کې غیر پوځې بریدونه وشول. د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال آصف غفور ویلی دی چې جیش محمد په پاکستان کې شتون لری. دا بیان د هغی څخه فقط یو څو ورځې وروسته راغۍ کله چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشې لومړی ځل دا ومنله چې د جیش محمد مشر په پاکستان کې دی او حکومت د هغه سره په تماس کې دی. ښاغلی قریشی پرله پسی دا وویل چې مسعود اظهر سخت ناروغه دی او پدی حالت کې ندی چې له خپل کور څخه راووځی. د پلوامه ترهګریزې حملی څخه سمدستی وروسته د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ددغه برید څیړنه د کولو پیشنهاد وکړ که چیری نوی ډيلی عملی ثبوت وړاندی کړی. هغه خپل دغه پیشنهاد بیا بیا تکرار کړو چې علت یی فقط دا وو چې ولس بی لاری کړۍ شي. مګر اسلام آباد دغه سازمان پرضد عمل د کولو څخه انکار وکړ که څه هم جیش محمد دغه ناځوانه برید لپاره پړه ومنله. هم دا وجه وه چې د پاکستان پوځ پشا شو او وی ویل چې دا سازمان په پاکستان کې هیڅ شتون نلری.

جیش محمد په اصل کې پاکستان لپاره یو ملکیت دی. د پاکستان پخوانۍ ولسمشر جنرال پرویز مشرف پدغه وروستیو ورځو کې ویلی چې جیش محمد په پاکستان کې اساس لری او په هندوستان کې بریدونه کوي. نوموړی زیاته کړې چې دغه سازمان د هغه په ژوند هم دوه ناکامه بریدونه کړی وو. د پاکستان حکومت دعوا کړی چې ترهګرو ډلو پرضد کاروایی د ملی عملی پلان لاندی شوی وه او ایف ای ټي ایف ته شوي ژمنی فقط د نړیوالی ټولنی په سترګو کې خاوری د اچولو برابر و. دا دغه حقیقت سره تصدیق شو چی باوجود ددی چې جیش محمد د پلوامه برید لپاره پړه منلی مګر پاکستان دا منلو ته تیار نه دی چی جیش محمد دغه برید لپاره مسوله دی. دا ریښتیا دی چې پاکستان د ترهګرو سازمانونو سره سخت چلند کولو کې مخلص نه دی. د نومبر میاشتې ۲۶می نیټي د ممبۍ ترهګریزو بریدونو څخه پس دی دا منلو څخه انکار کړی وو چې ګینی اجمل قصاب د ۱۰ ترهګرو ډلو څخه یو ترهګر دی چې هندوستان ژوندی نیولی او له مقدمی څخه پس په دار ځړول شوی. هغه دا ونه منل چې دا پاکستانی وو مګر کله چې نړیوالو رسنیو دا ثابته کړه چې هغه په اصل کې پاکستانۍ وو نو پاکستان دا حقیقت منلو ته مجبوره شو.

نوی ډيلی همیشه د ملګرو ملتونو سره د سرحد بلی خوا څخه خوریدونکی د ترهګرۍ ستونزه اوچته کړی. وتلی هیوادونو سخت پیغام وړاندی کړو مګر په پاکستان کې هیڅ بدلون رانه غۍ. چین چې د ملګرو ملتونو امنیتی شورا یو دایمی بامسوله غړۍ دی، باید چې دغه نړیوال افت په وړاندی جنګیدو په وخت زیات بامسوله رول ولوبوي. داسی باور کیدو چې په داسی حال کې چې چین د هغه پریکړه لیک امضاء کونکۍ وو په کوم کې چې د پلوامه د برید سخته غندنه وشوه نو بیجینګ به د ملګرو ملتونو ۵ دایمی قدرتونو سره مخ په وړاندی لاړ شي او اظهر به نړیوال ترهګر اعلان کړی. مګر چین د اسلام آباد په ملاتړ کې ددغه ګام تخنیګی مخه ونیوله.

په عین حال کې هندوستان ویلی دی چې دا به موجود ټول واکونه وکاروی چې دا یقین برابر کړی چې د هندوستان په وګړې شوي ناځوانه برید لپاره مسول ترهګر قظاوت راوستل شي.