په افغانستان کې د یو محلي تلویزیون ژورنالیست په ډزو وژل شوی

د افغانستان په خوست ولایت کې تیره ورځ د یو محلي تلویزیون ژورنالیست په ډزو وژل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوه اونی وړاندې په سویلي ولایت هلمند کې یو ژورنالیزم په موټر کې د چسپکي ماین د چاودنې له کبله ټپي شوی وو. د پولیسو افسر وویل چې سلطان محمد خیرخواه د محلي راډیو تلویزین ژوندون سره ژورنالیست وو او ددوه ناپیژندو وسلوالو لخوا چې په موټرسایکل سواره وو ووژل.