په افغانستان کی د ولسمشریزو ټاکنو نیټه دوی میاشتی وځنډیده

په افغانستان کی د ولسمشریزو ټاکنو نیټه دوی میاشتی وځنډیده او ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چی ټاکنی به د سپټمبر میاشتی په ۲۸مه نیټه ترسره شي. طلوع نیوز ته په کتو سره ټاکنی باید د جولاۍ په ۲۰مه نیټه تر سره شي. لومړی ټاکل شوی وه چی ټاکنی به د اپریل په ۲۰مه نیټه ترسره کیږی خو وروسته بیا د جولاۍ تر ۲۰مه وځنډیدی. د ټاکنو د خپلواک کمسیون مشری هوا علم نورستانی د ټاکنو په قانون کی د نوی تعدیلات او ځینی نور موضوعات د ټاکنو د ځنډیدو دلایل وبلل. همداراز د ټاکنو د کمیسیون مشری وویل چی په ټاکل شوي نیټه هغه مهال د ټاکنو د ترسره کیدو امکان شته چی د نړیوالی ټولنی په شمول ټول برخه اخستونکی د ټاکنو د کمسیون لپاره بودیجه برابره کړی. نورستانی زیاته کړه چی د ولایتی او ولسوالیو د شورا او د غزنی پارلمانی ټاکنی به هم د سپتمبر په ۲۸ نیټه تر سره شي. د ولسمشر اشرف غنی یو ویاند وویل چی دولت د ټاکنو د خپلواک کمسیون پریکړی ته درناوی لری او په ټوله توګه چمتو دی چی د ټاکنو د کمیسیون سره همکاری ترسره کړی.