په کابل کې د نوروز د لمانځلو په دوران کې شوي چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي

د افغانستان پلازمینه په کابل کی د شیعاو په یوی سیمی کی د فارسی نوی کال لمانځلو په دوران چاودنو له کبله لږ تر لږه ۶ کسان وژلی شویدی.

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله میار وویل چی په چاود نو کی نور ۲۳ کسان ژوبل شوی هم دي. پولیسو وویل چی دا چاودنی دریو لری څخه کنټرول کیدونکی مینونو د لاری کړی شوی و چی ورکی یو يئ د یوجمات په تشناب، یوئې روغتون شا ته او یو د بریښنا په میټرکی ایښودل شوی و.

دا چاودنی کابل پوهنتون او کارتی سخی زیارت ته نژدی شوی چیرته چې یو شمیر افغانان د نوروز لمانځلو لپاره هرکال راغونډيږی کوم چی عنعنوی فارسی نوی کال رخصتۍ ورځ ده خو مسلمان بنیادګرو لخوا یو غیر اسلامی ګڼلی کیږی.

داعش ترهګره ډله پرله پسی د سنیانو اکثریت لرونکی په افغانستان کی فرقه ایز تشدد پارولو په موخه شیعه خلک هدف جوړوی.