د افغانستان هوائي ځواکونو په یو برید کی ۱۶جګړه ماران وژل شوي

د افغانستان د شمالی ولایت په فریاب کی د طالبانو سنګرونو پروړاندی د افغانستان هوائي ځواکونو په یو برید کی لږ ترلږه ۱۶ جګړه ماران وژلی شوی او نور ۱۵ ټپیان شویدی. د افغانستان پوځ یوی قطعی په یو بیان کی وویل چی په وژلی شوی طالبانو کی دوه ډویژنل قوماندانان و. په بریدونو کی د طالبانو په لوئ شمیر کی پوځی وسلی او مهمات ورسره یولړ کومانډ او کنټرول کونکی څوکۍ هم تباه کړی شویدی. د طالبانو جګړه مارډلی تراوسه په راپور څیړنه نده کړې.