هند او سویلی کوریا د سلطان ازلان شاه هاکۍ جام وروستی پړاو ته دننه شوي

د هاکی په سیالیو کی هند او سویلی کوریا د سلطان ازلان شاه کپ ټورمنټ کی چی د مالیزیا هیواد په ایپو کی ترسره کیږی وروستی پړاو ته دننه شوی. سویلی کوریا په ۲-۱ټکو مالیزیا ته ماتی ورکړه او وروستی پړاو ته یی لاره ومونده کوم چی د شنبه په ورځ ترسره کیږی او هند د ۷ ګولو په ترسره کولو سره کاناډا ته ماتی ورکړه. مندیپ سنګ ډیر ښه وځلیدو او دری ګولونه یی ترسره کړی چی د د سره هند کاناډا ته ماتی ورکړه او وروستی لوبی ته لاره ومونده. او مندیپ د لوبی غوره لوبغاړی وبلل شو.