آئي پی ایل کرکټ په لوبی کی ممبئي انډینز رائیل چیلنجرس بنګلور ته ماتی ورکړه

آئي پی ایل کرکټ په لوبی کی تیره شپه د ممبئي انډینز لوبډلی رائیل چیلنجرس بنګلور لوبډلی ته په ۶ وکټونو ماتی ورکړه. اول د توپ وهنی سره ممبئي انډینز په ټاکلی ۲۰ اوورونو کی ۱۸۷ منډی جوړی کړلی، په کوم کی روهت شرما ۴۸ منډی، سوریا کمار یادو ۳۸منډی او هاردیک پانډی نه سوځیدو سره ۳۲منډی جوړی کړلی. لیګ سپینر یجوویندرا چهل په ۳۸ منډو ۴ لوبغاړی و سوځول. په ځواب کی بنګلور په ۲۰ اوورونو کی ۱۸۱ منډی جوړی کړلی په کوم کی چی اې بی ډی ویلیرس په ۴۱ توپونو ۷۰منډی جوړی کړلی. د نن ورځ په سیالی کی سن رائیزرس حیدرآباد په حیدرآباد کی د راجستان رائیلز سره لوبه وکړي.