په آی پي ایل کې چنای سوپر کنګز راجستان رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړه

په آی پي ایل کې کوربه لوبډلې چنای سوپر کنګز تیره شپه د راجستان رایلز لوبډلې ته د ۸ منډو په توپير سره ماتې ورکړه. د ۱۷۶ ورکړل شوي هدف په تعقیب کې میلمه لوبډله وتوانیده چې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړي چې له دې سره یې د روان سیریز په لوبو کې دا دریمه ماتې شوه. تر دې د مخه د توپ وهنې پرمهال چنای لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره په ټاکل شویو شلو آورونو کې ټولټال ۱۷۵ منډې ترسره کړې چې د لوبډلمشر ایم ایس دهوني لخوا د ۴۶ توپونو په لوبولو سره ۷۵ منډې هم پکې شاملې وې. په یوې بلې لوبې کې بیا کوربه لوبډلې سنرایزرز حیدرآباد د رایل چیلنجرز بنګلور لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه. د ۲۳۲ لوړ هدف په تعقیب کې میلمه لوبډله ټوله د ۱۱۳ منډو په جوړولو له لوبغاړي بیرون شوه چې محمد نبي پکې څلور ویکټې ترلاسه کړې. نن به ډیلي کیپیټلز له کینګ ایلیون پنجاب سره په موهالي کې د ماښام په ۸ بجو مخ کیږي.