د مالیزیا بیډمنټن سیالۍ: کیډامبي سریکانت به له جیین لونګ سره مخامخ شي

د مالیزیا په پرانستو بیډمنټن سیالیو کې هندي کیډامبي سریکانت د سړیو په یو کسیز کوارټر پایلوبه کې د څلورم کسیزو لوبو په ترڅ کې د چین له جیین لونګ سره په کوالالامپور کې نن مخ کیږي. په اته کسیز دور کې دغه هندي د تهایلینډ کهوسیټ پهیټپراډاب د ۲۱-۱۱ او ۲۱-۱۵ په توپیر سره په دویم راونډ کې پرون مات کړ او ځان یې کوارټر پایلوبې ته ورسولو. سریکانت به اوس له چیین لونګ سره مخ کیږي چې د سریکانت پروړاندي یې سر په سر لوبې د ۵-۱ په توپیر سره ګټلې دي. که څه هم د وروستي وار لپاره چې دوی د آسټرالیا په پرانستو لوبو کې په ۲۰۱۷ کال کې سره مخ شوي وو، هغه لوبه سریکانت ګټلې وه. دغه ۲۷ کلن د هند یواځینی لوبغاړی دی چې په دغه ټورنمنټ کې تراوسه لوبیږي دا په داسې حال کې ده چې پي وي سیندو، ساینا نیهوال او ایچ ایس پرانوی د دوی د سیالانو لخوا په یوکسیزو لوبو کې مات شوي وو.