په افغانستان کې اووه ماشومان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي

په افغانستان کې هغه مهال اووه ماشومان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي کله چې په شرقي ولایت لغمان کې یو نه چاودل شوې سرګلولې ډز وهلو. د لغمان ولایت د مقام ویاند اسدالله دولت زي ویلي چې د هغې معمی په هکله چې دغه ماشمومان څنګه وتوانیدل چې دا ګلوله ومومي او بیا دا ګلوله څنګه چاودلې څیړنې روانې دي. د هغه پر وینا ټول زیانمن شوي د ۱۵ کالو له عمر څخه کم وو. دغه چاودنه د مهترلام ښار اړوند سیمه کې ترسره شوې چې د لغمان ولایت مرکز دی. دا پیښه د هغو وروستیو ناخوالو له ډلې څخه ده چې د ملکي وګړو ژوند پکې له منځه تللی. دا پیښه په داسې یو هېواد کې ترسره شوې چې ځمکني چاودیدونکي بمونه، کورني جوړشوي بمونه او پخوانۍ پټې چاودیدونکې ګلولې هم پکې شتون لري. د ملګرو ملتونو د ماینونو پر وړاندې د عمل ادارې په دې وروستیو کې ویلي وو چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هره میاشت شا و خوا ۱۵۰ تنه په افغانستان کې د بمونو او پخوانیو پټو شویو چاودیدونکو توکو له امله مړه او ټپیان شوي دي.