پاکستان د هند ۱۰۰ نور کب نیونکی خوشي کړی

پاکستان د نیک نیتی یوی اشاری په توګه د هندوستان ۱۰۰ نور کب نیونکی خوشي کړی. دا کب نیونکی د شنبې په ورځ خوشي کړۍ شول او دا د هند ۳۶۰ قیدیانو څخه دوهمه ډله ده چې خوشي کیږی. پاکستان دا کب نیونکې په څلور پړاونو کې د خوشي کولو ژمنه کړی وه. د ۱۰۰ هندی کب نیونکو لومړی ډله د روانې میاشتې په ۷مه نیټه خوشي کړۍ شوی وه. یو لړ سرچینو لمخی ویل کیږی چې دا کب نیونکې په کراچۍ کې د مالیر بند څخه آزاد کړۍ شوي چې وروسته ریل ګاډې په واسطه لاهور ته ورسول شول. هغوی به نن د واګه په پوله هندی مقاماتو ته وسپارلۍ شي. د آل انډيا راډيو یو خبریال راپور راستوي چې هندی کب نیونکې چې زیاتره له ګجرات څخه دی هغه وخت زندانی کړۍ شوي و کله چې هغوی په مبینه توګه د عربې سمندر په پاکستانی اوبو کې کبان نیول. نور ۱۰۰ کب نیونکې به د اپریل په ۲۲مه نیټه آزاد کړۍ شي کله چې پاتی به په ۲۹مه نیټه خوشي کیږی.