این آی اې د ۲۰۱۷م لیتپورا په ترهګریزه پیښه کې پنځم تورن زندانی کړۍ

د این آی اې یا ملي څیړنیزې ادارې د جمو او کشمیر د پولواما ولسوالۍ په لیتوپورا کلي کې په ۲۰۱۷میلادي کال کې د سي آر پي ایف په سرتیرو د ترسره شوي ترهګریز برید پنځم تورن ارشاد احمد ریشي هم نیولی دی. دغه ترهګریز برید د جیش محمد ډلې درې جنګیالیو لخوا ترسره شوی وو. د سي آر پي ایف پنځه سرتیري شهیدان شوي وو او ټول درې ترهګر هم په دې پیښه کې وژل شوي وو. د این آی اې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې ریشي ترهګرو ته پټنځای، وسلې او ټول لوژستیکي اړیتاوې او ټرانسپورټ چمتو کړی وو او همداراز له برید نه مخکې یې د سي آرپي ایف د ځای په هکله هغوئ ته مالومات هم برابر کړي وو. اعلامیې ویلي چې دغه نیول شوی تورن د جیش محمد ترهګریزې ډلې یو فعال غړی وو.