د لوک سبا ټاکنو لومړۍ پړاو لپاره کمپاین زور نیولی

د ولسي جرګې دویم پړاو ټاکنو لپاره کمپاینونو زور اخیستی چې د پنجشنبې په ورځ به ترسره کیږي. په دې پړاو کې به د ۱۳ ایالتونو او متحدو سیمو په ۹۷ ټاکنیزو حوزو کې ټاکنې ترسره شي. لوړپوړې ګوندي مشران لکه لومړی وزیر نریندر مودي، د بي جي پي مشر امیت شاه، د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي او د بي اس پي مشر مایاوتي په ولسي غونډو کې په ګډون بوخت دي ترڅو خپلو نوماندانو ته رایې راجلبې کړي. د بي جي پي لوړپوړي مشر او لومړي وزیر نریند مودي ویلي چې د این ډي اې حکومت د ټولو خلکو پرمختګ ته ژمن دي. د اترپردیش علی ګړ په ویجی سنکلپ غونډه کې یې پرون د خبرو پرمهال وویل چې د حکومت سکیم- سب کا سات، سب کا ویکاس پرته له توپير څخه له ټولو خلکو سره مرسته کوي. هغه زیاته کړه چې د این ډي اې حکومت د ترهګرۍ، فساد او غربت د لمنځه وړلو لپاره ژمن دی. دا په داسې حال کې ده چې د اپوزیسیون ګوند غواړي چې هغه له واک نه لرې کړي. د بابا صاحب ډاکټر بهیم راو امبیډکر په هکله د خبرو پرمهال ښاغلي مودي وویل چې هغه یو لوی اقتصاد پوه، لیکوال او ټولنیز فعال وو. تیرماښام د مرادآباد په ښار کې ښاغلي مودي یوې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل چې که چیرې د بي جي پي حکومت بیا په واک کې راغلو نو د کشن سوبهاګیا سکیم کې به د ۵ ایکړو هیڅ کوم محدودیت پرینږدي. د دریم طلاق په هکله هغه وویل چې که چیرې بي جي پي بیا واک کې راغلو نو ددې موضوع په هکله به یو وار بیا طرحه محکمې ته وړاندې کړي.