د نکسل لخوا اغیزمنو ۴ مرکزونو کې به نن یو ځل بیا ټاکنې ترسره شي

د نکسل لخوا اغیزمنو څلورو مرکزونو کې به نن یو ځل بیا ټاکنې ترسره شي چې په هغو کې د ګاډچیرولي- چیمور ولسي جرګې ټاکنیزې حوزې شاملي دي چې په مهاراشټرا کې شتون لري. د ټاکنو کمیسون چارواکو ویلي چې دغه ټاکنې به په وټالي، ګراډيواډا، ګراډيواډا پوسوسوټي او ګراډیواډا وانګیچوري کی به د سهار له اوو بجو څخه پیل او د ماسپښین تر ۳ بجو روانې وي. د ګاډچیرولي- چیمور د ولسي جرګې د ټاکنو هغه ټاکنیزه حوزه وه چې د پنجشنبې ورځ پکې د لومړي پړاو ټاکنې ترسره شوې وې. خو کله چې ټاکنیزه ډله بیرته راستنیدله نو د پوځي سرتیرو او نکسلیانو ترمنځ نخښته ترسره شوه. د ټاکنو په ورځ ددغې ولسوالۍ په دوو نورو سیمو کې هم د آی اي ډي چاودنې ترسره شوې وې.