د سعودي او اماراتو د هماهنګۍ شورا به نن د سعودي عرب په مرکز ریاض کې د کمیټې مشرانو ۲مه ناسته پیل کړي

د سعودي او اماراتو د هماهنګۍ شورا به نن د سعودي عرب په مرکز ریاض کې د کمیټې مشرانو دویمه ناسته پیل کړي. دغه ناسته د هغې آډانې په رڼا کې ترسره کیږي چې په پایله کې به یې د سعودي او اماراتو ترمنځ د اقتصادي، پراختیایي، نظامي او همداراز د دوه اړخیز باور د پیاوړتیا په موخه د ګډ کار د نظریې د پیاوړي کولو لپاره پکې نظریات تبادله کیږي. ددغه غونډې مشري به د اماراتو د کابینې او راتلونکو چارو وزیر محمد بن عبدالله ال ګیرګاوي او د سعودي عربستان د اقتصاد او پلان وزیر محمد التوایجري لخوا ترسره کیږي. په دغه ناسته کې به همداراز د دوه اړخیزو همکاریو په پیاوړي کولو او په شته نوی نوښتونو او پروژو هم بحث وشي.