آي پي ایل: ډیلي کپيټلز سنرایزرز حیدرآباد لوبډلې ته ماتې ورکړه

تیره شپه ډیلي کپيټلز د سنرایزرز حیدرآباد لوبډلې ته د ۳۹ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او ځان یې د نمرو په جدول کې له چنای سوپر کینګز وروسته دویم مقام ته ورسولو. کله چې لومړی ډیلي کپیټلز ته د توپ وهنې بلنه ورکړل شوه نو هغوئ د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ټولټال ۱۵۵ منډې جوړې کړې چې د لوبډلمشر شریاس آییر ۴۵ او د نیوزیلینډي کولن منرو ۴۰منډې هم شامې وې. په ځواب کې د حیدر آباد لوبډله ټول ۱۸٫۵ آورونه په لوبولو سره له لوبغالی بیرون شوه چې لامل یې د سیالې لوبډلې ځلانده توپ اچونه وه. کاګیسو رباډا په ۳٫۵ آورونو کې وتوانیده چې یواځې د ۲۲ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي آوټ کړي. تر دې د مخه چنای سوپر کنیګز لوبډلې کلکتې نایټ رایډرز ته د ۵ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه او خپله اوومه ګټه یې په اتو لوبو کې ثبت کړه او له دې سره یې د نمرو په جدول کې هم ځان پیاوړی کړو.