آی ایم ایف د هند اقتصادي وده ستایلې

لیکنه: د ستیاجیت موهنټي

ژباړه: د پښتو څانګه

په منځنۍ توګه په تیرو پنځو کلونو کې د هند اقتصادي وده ۷٪ سلنه وه. چې له دې سره هند د نړۍ په کچه یو تر ټول چټک وده کوونکی هېواد شو. دا وده په داسې حال کې رامنځته شوې چې ډیر شمیر هېوادونه د اقتصاد له ضعیفه کیدو سره مخ دي، نړیواله پانګونه له ګڼ شمیر لاندینیو ګواښونو سره مخ ده، سوداګریزې ژغورنې او غیر یقینې وضعیت د بریګزیټ له امله پکې قوي خوځښت رامنځته شوی نور د اعتبار وړ موضوعات دي. نړیوال مالي صندوق (آی ایم ایف) پخپل نوي راپور کې د هند اقتصادي وده ستایلې ده او وړاندوینه یې کړې چې په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ مالي کال کې به دغه وده ۷٫۳ سلنه ته ورسیږي. همداراز په هند کې د لوړې کچې پانګونه هم اټکل شوې ده. آی ایم ایف دغه وده په بنسټیزه توګه له هغو اصلاحاتو سره منسوب کړې کوم چې په تیرو څو کلونو کې د هند حکومت لخوا په لاره اچول شوي. ددې موخو په ترلاسه کولو سره هند ډاډمن دی چې انفلانسیون یې تر کنټرول لاندې دی او په ټولیزه توګه مالي خسارې په بودجه کې د اټکل شویو موخو ترچتر لاندې وي.

هند په دواړو کورنیو او نړیوالو کچو له لویو اقتصادي اصلاحاتو څخه بریالی ووت کوم چې د سوداګریزو او اقتصادي کارپوهانو لخوا وستایل شو. آی ایم ایف د دواړو خوراکي توکو او چوپړتیاوو له مالیو (جی ایس ټي) څخه په بریالۍ توګه د وتلو اغیزې په ګوته کړي کوم چې د ۲۰۱۷میلادي کال د جولای میاشتې په لومړۍ نیټه په نیمه شپه کې وضع کړۍ شوې. د جي ایس ټي رژیم نه یواځې دا چې د مالي امتیاز د ترلاسه کولو بنسټيز اصول دی چې له یو ملت یو مارکیټ څخه ترلاسه کیږي بلکې یوه تر ټولو ښه تجربه وه چې د همغږي فیډرالیزم ښکارندویي هم کوي او په نړیواله کچه یې یو ډیموکراټ هېواد شاهد دی. له دې سره سره یې د دیوالیتوب/ بیوزلي او بانکي فساد کوډ (آی بي سي) له هغه وړاندیز سره یې هم مرسته وکړه کوم چې د بیوزلۍ د لمنځه وړلو او د سوداګري کولو چارې له ستونزمن وضعیت څخه د ویستلو په برخه کې یواځینۍ د حل لاره ده.

د نړیوال اقتصاد لپاره وړاندوینې چې په هغو کې د مارکیټ پیاوړتیا هم شامله ده، بدبینانه دي او دغه بهیر کولی شي چې د هند په اقتصاد هم ناوړه اغیز وکړي. هندوستان د خامو موادو او توکو د بیو د کمولو په موخه اتکا درلوده چې طمع کیږي په راتلونکو څو کلونو کې به کم شي. د مثال په ډول، د ودې بهیر د پیاوړي کول لپاره نړیوال مالي صندوق د مالي تثبیت او خلکو د ورکړې د کمولو لپاره نورې لارښوونې به هم وکړې. آی ایم ایف د سوداګریز اقلیم او ځلانده ودې په موخه بعضې موضوعاتو څخه یادونه کړې چې په ځانګړې توګه په هغو کې بانکي او کارګرو برخې اصلاحات شامل دي. نو له همدې امله آی ایم ایف د هغو غیر فعالو بانکي شتمنیو په کلکه د کمولو او د کپیټلایزیشن په کچه او ځانګړې توګه د حکومت په شتمنیو کې وړاندیز کړی. همداراز دوی د بې پلوه مرستو د درولو او د عوایدو نظم په ترتیبولو هم ټینګار کړی چې هغه به د جي ایس ټي په برخه کې ډیر اغیزمن وي.

د سپینو زرو ټیکاو د هند له موخو څخه ده چې هند به پخپله اجنډا کې د هغو قوانیونو او ظوابطو کې په اصلاحاتو راوستلو کار وکړي کوم چې د سوداګرۍ په برخه کې خنډونه رامنځته کوي. هند د پانګونې د جذبولو په موخه او د عوایدو په برخه کې د پرمختګ لپاره په نویو پالیسیو کار کوي او جوړوي يې. هند د نړیوال اقتصاد یو له مهمو مهرو څخه دی چې د نوښت او تشبث په برخو کې الهام بښونکي لارې چارې برابروي.