آي پي ایل: کینګز ایلیون پنجاب راجستان رایلز ته په ۱۲منډو ماتی ورکړله

د آي پي ایل د کرکټ په لوبې کې تیره شپه په موهالی کې کینګز ایلیون پنجاب راجستان رایلز ته په ۱۲منډو ماتی ورکړله. توپ وهونکی لومړنی لوبغاړی کی ایل راهول په ۴۷توپونو کې ۵۲منډی جوړی کړی کله چې کپټان روی چندرن اشوین په آخرنۍ اور کې په څلورو توپونو ۱۷منډې جوړی کړی او بیا دوه مهم لوبغاړی وسوزول. د بریا لپاره د ۱۸۳منډو په لټه راجستان په ۲۰ اورونو کې ۱۷۰منډي جوړی کړی. نن سن رایزر حیدرآباد په حیدرآباد کې د شپی په ۸بجو چینایی سوپر کینګز سره لوبه وکړی.