ملګری ملتونو: په افغانستان کی د ټولو بندیانو دریمی برخی سره زورزیاتی او ناوړه سلوک شوې

د ملګروملتونو په یو راپورکی وئیلی شویدی چی په افغانستان کی نښتو سره اړه لرونکی د ټولو بندیانو دریمی برخی سره زورزیاتی او ناوړه سلوک شوې. د ملګری ملتونو چارواکو د ۲۰۱۷ میلادی کال جنورۍ میاشت څخه واخلۍ ۲۰۱۸ میلادی کال دسمبر میاشت پوری په ګرد هیواد کی په ۷۷ بندی خانو کی بند کړی شوی ټولټال ۶۱۸ بندیانو مرکی وکړلی د زور زیاتی تور پوری کړو. پدغو ربړ کړاو کی مرۍ خپی کول، د بریښنا شارټ ورکول او نور بدسلوکۍ شاملی دي. د ملګرو ملتونو مشن او په افغانستان کی د ملګری ملتونو بشری حقوقو دفتر پرون ګډ راپور خپور کړی و. د امریکی ملاتړ لرونکی د افغانستان حکومت زرګونو په شمیر بندیان لری په هغوئی کی زیاتره طالبانو سره روان جنګ برخی په حیث نیولی شویدی. طالبانو په اوسنیو کلونو کی لوئ ګټی ترلاسه کړیدی او اوس د هیواد په نیمه برخه اغیزمه ولکه لری.