آی پي ایل: د ممبئ انډينیز لوبډلې ډیلي کیپیټلز ته په ۴۰ منډو ماتې ورکړه

آی پي ایل په کرکټ سیالیو کې پرون شپه د ممبئ انډينیز لوبډلې ډیلي کیپیټلز ته د دویم پړاو په سیالۍ کې د نوي ډیلي په فیروز شاه کوټله لوبغالي کې په ۴۰ منډو ماتې ورکړه. د ۱۶۹ منډو د تعقیب پرمهال د ډیلي لوبډله د ممبئ لوبډلې لخوا یواځې د ۱۲۸ منډو په جوړولو سره په شلو آورونو کې محدوده کړه چې ۹ لوبغاړي یې هم له لاسه ورکړي وو. راهول چاهار درې او جسپریټ بومراه بیا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

تر دې د مخه د ممبئ لوبډلې پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه چې د هردیک پانډې د ۱۵ توپونو په بدل کې د ۳۲ او د کرونل پانډې د ۲۶ توپونو په بدل کې د ۳۷ ناسوځیدلو منډو پر مټ چې په آخرو ۱۸ توپونو یې ۵۱ منډې په ګډه ترلاسه کړې ممبۍ وتوانیده چې د پنځو ویکټو په بدل کې ۱۶۸ منډې جوړې کړي. پیلوونکي لوبغاړي ډي کووک ۳۵ منډې جوړې کړې. نن به کلکته نایټ رایډرز لوبډله په کلکته کې له رایل چیلنجر بنګلور سره مخ کیږي.