آي پي ایل: رایل چلینجر لوبډلی دکولکټی لوبډلی ته ماتی ورکړه

تیره شپه دکلکته په ایدن ګارډن لوبغالی کښي رایل چلینجرلوبډلی د کولکټی لوبډلی ته په لسو منډو ماتی ورکړه. لومړی بنګلور لوبډلی توپ وهنه پیل کړه او سیالی لوبډلی ته یي د ۴ په مقابل کښي ۲۰۱۳منډی هدف ورکړ. د ویرت کوهلی په ۵۸ توپونو کښي سلیزه او موعین علی په ۲۸ توپونو کښي ۶۶ منډو جوړولو سره د بنګلور لوبډلی سره په بری کښي مرسته وکړه. خو د سیالی لوبډلی له لوری د اندری روسیل په ۲۵ توپونو کښي ۶۵ منډی او د نتیش رنا په ۴۶ توپونو کښي ۸۵ منډو سربیره یاده لوبډله ونشوی کړلی چي سیالی ځان ته کړي.