تیر ماښام د دهلی لوبډلی ګینګس -۱۱ پنجاب لوبډلی ته ماتی ورکړه

تیر ماښام په دهلی کښي د فیروز شاه کوتله لوبغالی کښي د دهلی لوبډلی او د پنجاب لوبډلی ترمنځ سیالی وه چي د دهلی لوبډله وتوانیده ترڅو پنجاب لوبډلی ته په ۵ ویکټو سره ماتی ورکړي. د پنجال لوبډلی له لوری ۱۶۴ منډی هدف ټاکل شوی وو خو دهلی لوبډله وتوانیده چي یادي موخی ته په داسی وخت کښي ځان ورسوی چي په لاس کښي یي ۵ ویکتی او دوه توپونه لرل. د شریاس په ۴۹ توپونو کښي ۵۸ منډي او شیکار دوان په ۴۱ کښي ۵۶ منډو  د دهلی لوبډله له ۶ می بریا سره مخ کړه. مخ کښي ددهلی لوبډله وتوانیده ترڅو پنجال لوبډله ۱۶۳ منډو باندي ودروی او هغه هم په داسی حال کښی چي د پنجال لوبډلی ۷ ویکټي یي له لاسه ورکړه او ۲۰ اورونه هم پوره شول. بل لوری ته بیا د راجستان لوبډلی په جیپور کښی ممبیی لوبډلی ته ماتی ورکړه. راجستان ۱۶۲ منډو هدف ته ځان په داسي وخت کښي ورسوو چي ورته ۵ توپونه هم پاتی وو.