په کابل کښي شوی ترهګریزی حملی په ترڅ کښی ۷ کسان وژل شوي

د افغانستان په پلازمینه کابل کښي تیره ورځ په یوه ودانی چي په کښي خورا ښه امنیتی تدابیر نیول شوي وو ترهګرو حمله وکړه چي په ترڅ کښی یي ۷ کسان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند ښاغلی نصرت رحیمی زیاته کړه چي په دغه حمله کښي څلور عامه وکړي او دری امنیتی افسران وژل شوي دي او ۸ کسان نور ټپیان شوي دي. د پولیسو عمومی قومندان ښاغلی جنرال سید محمد روشندل ویلی دي چي یوه ځانمرګی لومړی د مخابراتو او تکنالوژي وزارت په دروازه کښي ځان ته انفجار ورکړی دی او بیا وروسته دڅلورو ترهګرو دننه کیدو ته لاره هواره شوي ده. ۴ واړه ترهګر د افغان امنیتی ځواک له لوری ووژل شول. ددغه حملی پړه تر اوسه پوری چا په غاړه نه ده اخیستي خو دا یوه ورځ وروسته له هغه ترسره کیږي چي د طالبانو سره په قطر کښي ناسته وځنډیده.  افغان ولسمشر ښاغلی اشرف غنی یاده حمله غندلی ده.