لومړي وزیر نریندر د سریلانکا بریدونه په کلکو ټکو غندلي

لومړي وزیر نریندر مودي د سریلانکا ولسمشر متریپالا سریسینا او لومړي وزیر رانیل ویکرم سینګې سره خبرې کړي او د زړه له کومې یې بریدونه غندلي او په دغه برید کې یې د بې ګناه کسانو په وژل کیدو ژور خفګان څرګند کړی. د ټیلفوني خبرو له لارې ښاغلي مودي له سریلانکا سره د هرډول مرستو ژمنه بیا تازه کړې ترڅو د امنیت د ډاډمنتیا او دغه ډول ناوړه پیښو مخنیوی وکړی شي چې د ترهګرو لخوا ترسره کیږي. د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي او د بي جي پي ګوند مشر امیت شاه هم په سریلانکا کې د څو بمي چاودنو په ترسره کیدو ژور خفګان ښودلی او ویلي یې دي چي دوی هر وخت د ترهګرۍ مخالف دي که په هرځای کې او په هر نوم ترسره کیږي. د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې نوي ډیلي په نړیواله ټولنه غږ کوي چې د ترهګرۍ پرخلاف دې سخت اقدامات ترسره کړي چې په هغو کې د پولې آخوا ترهګري هم شامله ده. دا پداسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د سریلانکا د بهرنیو چارو له وزیر تیلک ماراپانا سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې هند چمتو دی ترڅو خپلې هر اړخیزه بشري مرستې له هغه هېواد سره ترسره کړي. نوموړې خپل سیال ته ویلي چې که چیرې اړتیا وي نو دوی به خپل روغتیایي ډله هغه هېواد ته ولیږدوي. تر دې دمه میرمن سوراج پخپل ټویټ کې لیکلي وو چې نوموړې په کولمبو کې د هند له هایي کمیشن سره په اړیکه کې ده.