په تامیل ناډو کې د سیمه ییز معبد په فیسټیوال کې د ډزو له امله ۷ ظاهرین مړه شوي

په تامیل ناډو کې د ټریچکي په تهورایر سیمه کې د سیمه ییز معبد په فیسټیوال کې د ډزو له امله اووه ظاهرین مړه او لس نور ټپیان شوي دي. پولیسو ویلي چې دغه غمیزه پرون هغه مهال رامنځته شوه کله چې په سلګونه کسان د معبد د سکو توزیع پروګرام لپاره راغونډ شوي وو چې هرکال د چیتیرا پورنامي فیسټیوال د یوې برخې په توګه لمانځل کیږي. لومړي وزیر نریندر مودي په دغه ډزو کې د وژنو له امله خپل ژور خفګان څرګند کړی. په یو ټویټ کې ښاغلي مودي ویلي چې د چارواکو لخوا به ټول ممکنه مرستې ترسره شي. هغه د هر یو قرباني شوي کورنۍ سره د دوو لکه روپیو او د هر یو ټپي شوي له کورنۍ سره د ۵۰ زره روپیو نغدي مرستې اعلان هم کړی چې د لومړي وزیر د نیشنل ریلیف فنډ څخه به ورکول کیږي. په دغه پیښه د غمرازۍ ښودلو ترڅنګ د نوموړي ایالت مشر وزیر کی پالانیسوامي امر کړی چې د وژل شویو کورنیو سره د یو لک او د ټپیانو له کورنیو سره دې د ۵۰ زره روپیو مرسته وشي.