انټونیو ګویټریس: په مالي کې د مصري سوله غوښتونکو وژنه به جرمي جنګونو ته لمنه ووهي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګویټریس ویلي چې په مالي کې د مصري سوله غوښتونکو وژنه به جرمي جنګونو ته لمنه ووهي او د چټک غبرګون اړتیا لیدل کیږي. د ملګرو ملتونو مشر د هغه مرګونو چاودنو په هکله د مالوماتو ورکولو په موخه یوه اعلامیه خپره کړې دا چاودنې د ملګرو ملتونو د مینوسما مشن پورې تړلي موټرونو په کاروان باندې په مرکزي مالي کې د بورکینا فاسو په پولې سره نږدې ترسره شوي دي. دغه د سرک پرغاړې ځای پرځای شوي ماین په مالي کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو په کاروان چاودنه کړې چې په پایله کې یې یو بلیو هیلمټ یعنې نیله خولۍ لرونکی وژل شوی چې مصری وو او څلور نور یې ټپیان کړي هم دي. د ملګرو ملتونو مشر د متضررینو کورنیو او د مصر حکومت ته خپل ژور تسلیت وړاندې کړی. له ۲۰۱۳میلادي کال راپدیخوا چې ملګرو ملتونو د مینوسما مشن پیل کړی دی په مالي کې له ۱۹۰تنو څخه زیات سوله ساتونکي وژل شوي دي چې شاوخوا ۱۲۰ تنه یې د جنګونو پرمهال وژل شوي دي.