په هند کی نن د پارلمانی ټاکنو د ۱۱۶ ټاکنیزو حوزو لپاره ټولی تیاریانی نیول شوي

نن په هند کی د ۱۱۶ ټاکنیزو حوزو د پارلمانی ټاکنو د ترسره کیدو لپاره ټولی تیاریانی نیول شوی. دا ټاکنیزی حوزی په ۱۳ ایالاتونو او دوو متحده سیمو کی موقعیت لری. د ټاکنو په دی پړاو کی د ګجرات په ټولو ۲۶ حوزو، د کیرالا په ۲۰، د مهارشترا او کرناټاکا په ۱۴، د اترپردیش په ۱۰، د چتیسګر په ۷، د اودیشا په ۶، د بیهار او لویدیځ بنګال په ۵، د اسم په ۴، د ګواو په ۲، او د جمو او کشمیر په یوی ټاکنیزی حوزی کې به ټاکنی ترسره شي. په ګجرات کی ۳۷۱ نوماندان د ولسی جرګی او ۴۵ نور بیا د شورا د څلورو څوکیو لپاره سیالی کوي. په مهاراشترا کی د ۱۹ ښځو په شمول ۲۴۹ نوماندانو ځانونه نوماند کړی. په اترپردیش کی هم په مهمو ټاکنیزو حوزو لکه موراد اباد، رمپور، سمبهال، فیروزاباد، منپوری، بریلی او پیلیبهیت کی ټاکنی ترسره کیږی. په بیهار کی به هم د پینځو ښځو په شمول د ۳۲ سیاسی نوماندانو لپاره به په همدی پړاو کی رای اچونه ترسره شی. دا په داسی حال کی ده چی د ولسی جرګی د ۷م او وروستی پړاو په اړه پرون خبرپاڼه خپره شوه. او همداراز پرون د پینځم پړاو د ټاکنو له نوماندی څخه د تیرودو وروستی ورځ هم وه. د ټاکنو د پاتی پړاونو لپاره کمپاینونو هم زور اخستی. د بی جی پي مشر او لومړی وزیر نریندر مودی پرون په مهارشترا کی یوه عامه غونډه درلوده. ښاغلی مودی له خلکو کو وغوښتل چی د ده تر مشری لاندی د یو ځواکمن مرکزی حکومت ته رایه ورکړی. خو بلخواه بیا د کانګریس مشر راهول ګاندی وویل چی مرکزی حکومت هڅه کړی چې د نوموړی په ټاکنیزه حوزه امیتی کی د پرمختګ هغه کارونه ودروی چی د ګانګریس د حکومت لخواه پیل شوي وه. نوموړی په امیتی کی یوی عامه غونډی ته په خبرو کی وویل چی که چیری کانګریس واک ته ورسیږی نو د هیواد د پينځو کروړه بی وزلو ښځینو بانکی حسابونو ته به ۷۲۰۰۰ روپي ورولیږی.