چین او هند د ګډو ګټو په سیمه ایزو او نړیوالو مسلو باندې خپل نظریات تبادله کړی

د بهرنیو چارو سکرتر وجې ګوکلې د هندوستان او چین په مینځ کې د منظم ډیپلوماتیک مشورو لپاره پرون د بیجنګ لیدنه کتنه وکړه. د بهرنیو چارو وزارت په یوی رسنیزی اعلامیه کې چې په نوې ډیلي کې خپره شوې وویل دواړو خواو د هندوستان او آرام سمندر په شمول د ګډو ګټو په سیمه ایزو او نړیوالو مسلو باندې خپل نظریات تبادله کړل. ښاغلې ګوکلې د چین د بهرنیو چارو اجرایي مرستیال وزیر لې یوچینګ او د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر کانګ شون یو سره مشورې ترسرې کړې. هغوې د تیرکال په اپریل میاشت کې د لومړی وزیر نریندر مودي او د چین ولسمشر شي جینپینګ ترمینځ د غیررسمي سرمشریزې غونډې راهیسې د هندوستان او چین په دوو اړخیزو اړیکو کې جوړ شوي د ودی بیا کتنه وکړه.