هند: هغه ترورست مشران چی د دوی په وګړو شویو بریدونو کی لاس لری قضای ارګانونو ته راکش کړی

هند ویلی چی ټولی هغه لاری چاری به تعقیب کړی ترڅو هغه ترورست مشران چی د دوی په وګړو ترسره شویو بریدونو کی لاس لری عدلی او قضای ارګانونو ته راکش کړی. په دی اړه هند د جیش محمد ډلی او د یادی ډلی د مشر مسعود اظهر په اړه د ترورستی فعالیتونو ټول شواهد له چین سره شریک کړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وویل چی دا اوس د ۱۲۶۷ بندیزونو کومیټی او د ملګرو ملتونو پوری اړه لری چی پریکړه وکړی او اظهر د ترورستانو په نړیوال نوملړ کی شامل کړی.