پرون د ځمکې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

پرون د ځمکې نړیوال ورځ ولمانځل شوه. دا ورځ هرکال د اپریل میاشتې په ۲۲مه نیټه د چاپیریال د ساتنې د ملاتړ لپاره لمانځل کیږي. دا ورځ همدارنګه د چاپیریال د عصري غورځنګ کلیزه په نښه کوي کوم چې په ۱۹۷۰میلادي کال کې پیل شوې وه. د روان کال د ځمکې نړیوال ورځ د مضمون عنوان دی زمونږ ډولونه خوندي کول دی چې موخه یې په ګرده نړۍ کې ددې ډولونو د چټک له مینځه تللو په لور پام اړول ده. په دغه مراسم کې لومړی وزیر نریندر مودي د ځمکې سیارې د ښه والي په لور کار کولو، د دوامدارې او اغیزمن پرمختیا باندې تمرکز کولو او د اقلیم د بدلون د کمولو په لور د هند ژمنه بیا تکرار کړه. ښاغلی مودي وویل نوموړی د خلکو سره یو ځای د مور ځمکې د درناوی لپاره خپل سر ټیټوي. نوموړی وویل دا لویه سیاره د کلونو لپاره د ښکلې تنوع کور دی.